ارزګان کې ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او ضبط شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۱
moi
د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار په ګوګرک او صوفیان کلیو کې ۱۲ کړۍ بوشکه يي ماینونه کشف او ضبط شول.
ترهګرو طالبانو غوښتل یاد ماینونه د پلونو او لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د منسوبینو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او ضبط شول.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ کړیو ماینونو سربېره یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.