اته تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
7

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي. 
د یادو کسانو له منځه؛ بدخشان کې څلور تنه، غزني کې یو کس، لوګر کې یو کس، نیمروز کې یو کس او همدارنګه هلمند کې هم یو کس نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه ۵۰ کیلوګرامه تریاک، څه باندې پنځه کیلوګرامه هیرویین، ۱۹۱ کیلوګرامه د بنګ دانو تخم، یو اندازه ښیښه، چرس، “کا” تابلېت او یو عراده لېږدوونکې واسطه ترلاسه شوي دي.