د پروان د شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۶
یبلسبل

د کورنیو چارو وزارت اړوند د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د پروان ولایت (مرکزي زون) له شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین، د یوې میاشتې عقیدوي، مسلکي، نظامي او اخلاقي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. په فارغینو کې د کاپیسا ۵۷، پنجشېر ۱۰۵ او د کابل د رجال قطعاتو ۷۰ تنه شامل وو. د فراغت په مراسمو کې د مرکز قوماندان الحاج مولوي وزیرالرحمن رحماني، د پروان د ځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي ضیاءاحمد عمري، د ښوونیزو چارو مرستیال ملا بهرالله شجاعت، مسؤلینو، علماوو او منسوبینو ګډون کړی و. ویناوالو فارغانو ته د خپلو زده‌کړو د عملي کولو، نظم، امانتدارۍ، د مشرانو د اطاعت او د اسلامي نظام او ولس د خدمت سپارښتنه وکړه. د مراسمو په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او مراسم د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېدل. د یادونې وړ ده چې له اسلامي امارت وروسته، په دغه ښوونیز مرکز کې د کورنیو چارو وزارت نږدې ۱۱ زره تنه منسوبین له بېلابېلو مسلکي، عقیدوي او تخصصي کورسونو او سیمینارونو څخه فارغ شوي دي.