د میدان وردګ ولایت لپاره نوی ټاکل شوی د والي مرستیال الحاج ملا محمد فرید عمر معرفي شو

د معرفت په غونډې کې د یاد ولایت والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په ګډون د دې ولایت علماوو، ملکي او نظامي مسوولینو ګډون درلود.
ښاغلي خیرخواه په خپلو خبرو کې د تېر مرستیال والي د کړنو قدرداني وکړه وویل: نوی ټاکل شوی مرستیال والي د همدې ولایت دی او تر هر چا نه ډېر د دې ولایت په ضرورتونو او ستونزو پوهېګي چې د ټولو مسوولینو او علماوو په ګډون به شته ستونزو ته په ګډه رسېدنه کوو.