خوست کې ۱۸۵ اړمنو سوالګرو ته خوراکي توکي وویشل شول

د خوست امنیه قومندانۍ اړوند له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت په چوکاټ کې ۱۸۵ اړمنو سوالګرو ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت لس قلمه خوراکي توکي وویشل شول.
په ورکړل شو مرستو کې اوړه، وریجي، غوړي، لوبیا، دال، چای او نور لومړني خوراکي توکي شامل و.