ننګرهار او بلخ کې؛ پنځه تنه د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۲۴
شسیبشس
د ننګرهار امنیې قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې څلور تنه د لس کیلو ګرامه هیرویینو او درې کیلو ګرامه شیشې د قاچاق په تړاو نیولي دي. بل لور ته، د بلخ امنیې قومندانۍ نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو یو تن د دوه زره او ۵۰۰ نشه‌یي ګولیو او څلور کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.