په لغمان ولایت کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ضبط شول
د لغمان ولایت د دولتشاه ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د استخباراتو ریاست او د لوا له ځواکونو سره یوځای، د غره پر سر د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل او فصل په موخه د یادې ولسوالۍ «نویا» سیمې ته د تګ پر مهال، دوه تنه مشکوک کسان له یو شمېر سپکو او درنو وسلو او مهماتو سره ونیول.
له نیول شویو کسانو څخه د تالاشۍ پر مهال ۵ میله کلاشینکوفونه، ۳۱ د کلاشینکوف شاجورونه، ۴ د راکټ مرمۍ، ۶ صندوقه د کلاشینکوف مرمۍ، یوه بکس د پیکا مرمۍ او ۳ لاسي بمونه کشف او ضبط شوي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني پړاوونو د تېرولو په موخه اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.