۸ ولایتونو کې؛ ۲۵ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
پولیسو ځواکونود څو بېلابېلو اقداماتو په ترڅ د هېواد په ۸ ولایتونو کې، ۲۵ تنه د غلا او قماربازۍ په تړاو نیول شوي.
له دې ډلې، ۸ تنه د قماربازۍ په تړاو په بلخ کې، ۴ غله په هرات کې، ۳ په نیمروز کې، ۳ تنه په پروان کې، ۲ تنه په غور او دوه تنه نور یې په غزني او بادغیس کې د څارویو او عراده جاتو د غلا په تړاو نیولي دي.
دغه راز پولیسو ۳ تنه د یوې اندازې وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې نیولي دي.