په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۲ کسان ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۷
adsfsdf

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو، په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جلا عملیاتو په ترڅ کې، د غلا، د وسلو ناقانونه لېږد او وژنې په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.

په نیول شویو کسانو کې، څلور کسان د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او له خلکو د پیسو اخیستلو په تړاو په غزني ښار، درې کسان د یوې ناقانونه تومانچې د ګرځولو په تړاو د غزني ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې، درې کسان له یوه استوګنیز کور څخه د غلا په تړاو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې، یو کس د خپل زوی د وژنې په تړاو د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې او یو بل غل د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې نیول شوي دي.

نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.