په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۹ تنه ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۹
یشبشب

د فاریاب ولایت د امنیې قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو، د ځانګړي عملیات په ترڅ کې د غلو شپږ کسیزه ډله د مرکز میمنې ښار په مربوطاتو کې نیولې او همداراز یې په یاد ښار کې یې یو حرفوي غل چې مکررې غلاوې یې کولې هم نیولی دی.
په ورته مهال، د کندز ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په جلا عملیاتو کې ۱۴ تنه د قمار کولو په تړاو د دغه ولایت مرکز کندوز ښار د دویمې او څلورمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کې نیولي دي.
همداراز په غزني کې امنیتي ځواکونو په دوو نورو عملیاتو کې، د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه د یو کس د وژلو په تړاو او درې تنه د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د وسله‌والو غلاوو په تړاو نیولي دي.