د ختیځ زون د شرطې ځواکونو له روزنیز مرکز څخه سلګونه تنه فارغ شول
د ختیځ زون د شرطې ځواکونو له روزنیز مرکز څخه ۳۸۴ تنه منسوبین، د مسلکي، عقیدوي او نظامي زدهکړو تر بشپړولو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او د امنیت ټینګښت، نظم ساتنې او خلکو ته د خدمت په موخه خپلو اړوندو دندو ته ور وپېژندل شول.
د فارغانو د فراغت په مراسمو کې د اسلامي امارت د امنیتي ادارو مسؤلینو، استادانو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و. مسؤلینو په خپلو ویناوو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د هېواد د امنیت ټینګښت او خلکو ته خدمت ستر امانت او دروند مسؤلیت دی او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص، امانتدارۍ، مسلکي وړتیا او ښو اخلاقو ترسره او د خلکو د باور ساتلو لپاره له ولس سره غوره چلند وکړي.
په پای کې فارغو شوو منسوبینو ژمنه وکړه، چې خپلې دندې به په اخلاص او مسؤولیت اخیستلو سره ترسره کوي او خپلې وړتیاوې به د هېواد د امنیت ټینګښت او خلکو ته د خدمت په برخه کې کاروي.