خوست کې؛ پولیسو ۱۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۰:۰
sfsfsff

د خوست امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز، اسماعیل خیلو او صبريو ولسوالیو کې ۱۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

له نیول شويو کسانو ۱۲ کیلو چرس، شیشه، هیرویین او ۱۰ زره نشه لرونکي ګولۍ هم ترلاسه شوي دي.
همداراز پولیسو په یاد ولایت کې د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په عملیاتو کې نشه یي کروندې له منځه وړي دي.