تخار کې د لسګونه کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د تخار امنیې قومندانۍ نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په ترڅ کې یو تن چې ۷۸ کیلوګرامه تریاک یې په یو موټر کې په پټه ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې قاچاق یې کړي، نیولی دی.
نیول شوی کس به د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.