امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۳۰ تنه د غلا، ځورونو او وژنې په تړاو نیولي دي.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۰:۲
sfsfsff

 

له منځه یي، نیمروز کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تړاو، شپږ غله په ننګرهار، اووه تنه په تخار کې ځورونو په تړاو، دوه غله په پکتیا، یو تن د وژنې په تړاو په سمنګان، دوه غله په کندهار او دوه غله په سرپل او فراه کې نیول شوي دي.

ورته مهال، د سرپل او کنړ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یو اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي.