امنیتي ځواکونو؛ د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۷ تنه نیولي

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
sdfgs

امنیتي ځواکونو په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د هیواد په پنځو ولایتونو کې ۱۷ تنه د غلا، جبري نکاح او د کوډو (جادو) په تړاو نیولي دي.
له ډلې يې، اوه تنه په غزني، څلور تنه په هرات، دوه تنه په فراه، دوه تنه په غور او دوه تنه نور د خوست او نیمروز ولایتونو په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
نیول شوي کسان له لومړنیو پلټنو وروسته د پولیسو لخوا عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.