ننګرهار کې د پولیسو له خوا ۱۱۸ کیلو ګرامه مخدره توکي کشف او ضبط شول

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۰ - ۹:۴۴
moi


د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۸ کیلو ګرامه مخدره توکي د چرسو له ډوله، چې په درې لېږدونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او ضبط کړل.
یاد مخدره توکي د دې ولایت په غني خېل، سرخرود او بهسودو ولسوالیو کې کشف او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ، د ننګرهار ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا؛ د مخدره توکو دوه تنه پرچون پلورونکي هم نیول شوي دي.