د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو لپاره د تحصیلي بورسیو په تړاو د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

moi-af


د هېواد دنافذه قوانینو پر بنسټ، د افغانستان د ملي پولیسو د شهیدانو کورنۍ له ځانګړو حقوقو او امتیازاتو برخمنې دي.
د کورنیو چارو وزیر؛ د ملي پولیسو د شهیدانو د کورنیو ستونزو ته رسیدګي، د خپل کار په لومړیو کې ځای ورکړی.
په همدې موخه، د کورنیو چارو وزارت د لوړو زده کړو وزارت سره په همکارۍ د لېسانس ۱۹۹ تحصیلي بورسیې، د ملي پولیسو د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې کړې دي، نو په دې اساس د هېواد د ملي پولیسو د شهیدانو هغه کورنۍ چې د تحصیلي بورسیو غوښتونکي دي؛ خبر ورکول کېږي چې د فورم د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو ریاست ته چې د کورنیو چارو وزارت نوي تعمیر کې موقعیت لري مراجعه وکړي، تر څو له تحصیلي امتیازاتو برخمن شي.
شرطونه:
1-داوطلبان باید په انګلېسي ژبه تسلط ولري.
2-داوطلبان باید له دولسم ټولګي څخه فارغ وي.
3-د داوطلبانو د نمرو سلنه له ۷۵ سلنې کمه نه وي.
4-داوطلبان باید بشپړ روغ صحت ولري.
یاداښت: د اړتیا په صورت کې له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
0791205580 / 0700181356

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی در مورد جلوگیری از رواج‌های نادرست هنگام خویشاوندی، عروسی ها، مصیبت ها و همچنان بازگشت از حج و عمره

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

اطلاعیه

ریاست انجنیری مبارزه با مواد انفجاری تحت اثر ریاست عمومی پلان و اپراسیون معینیت ارشد امور امنیتی وزارت امور داخله، رهنمودی را برای توزیع و تنظیم دس

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

اطلاعیه قوماندانی عمومی اکادمی پولیس وزارت امور داخله!

قوماندانی عمومی اکادمی پولیس در نظر دارد که برای سال تحصیلی ۱۴۰۵هـ ش فارغان ذکور صنوف دوازدهم لیسه های مختلف مرکز و ولایات کشور ویا دارنده گان اسنا

بازگشت به اطلاعیه ها