د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ریاست خبرتیا

د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ښوونیز او روزنیز مرکز قومانداني په پام کې لري، چې د ملي او نړیوالو پروژو، کورنیو او بهرنیو مؤسساتو، ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو، بانکونو او تجارتي او ټولګټو ځایونو د امنیت د ټینګښټ په موخه ځوانان جذب کړي.
هغه ځوانان چې غواړي د عامه ساتنې ملي تصدۍ په لیکو کې د ساتونکي (ګارد) په توګه د شاملېدو ویاړ ولري، لاندې شرايط بايد په پام کې ونيسي:
1. عمر یې له ۱۸ کلنۍ کم او تر ۳۵ کلنۍ لوړ نه وي.
2. له جسمي، رواني او عقلي پلوه بشپړه روغتیا ولري.
3. جرمي مخينه ونلري.
4. په نشه يي توکو روږدی نه وي.
5. په سیاسي ډلو او ګوندونو کې غړیتوب ونلري.
6. ښځینه باید د کورنۍ اجازې لیکلی سند ولري.
داوطلب او په شرایطو برابر کسان کولی شي چې، د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري مياشتې له ۲۵مې نېټې څخه، د زمري تر ۳۰مې نېټې پورې، له ۸ قطعې رنګه عکسونو، د تابعیت اصلي تذکرې او ضمانت خط سره، چې زموږ په وېب پاڼه کې د لاسرسي وړ دی، تر ډکولو وروسته د عامه ساتنې ملي تصدۍ ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندانۍ ته، چې د تره خېلو په تنګي کې موقیعت لري مراجعه وکړي.
د ضمانت اړوند فورمې باید د معتبرو امنیتي ارګانونو (افسر یا ساتنمن/بريدمل) په کچه وي او د تضمین کوونکي د کارت کاپي او د ادارې له خوا يې تصدیق شوی وي.
د لا زیاتو مالوماتو په پار له recruitment@nppf.gov.af برېښناليک او ۰۷۴۵۵۱۲۰۱۴ واتساپ شمیرې سره اړیکه ونیسئ.