د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه

jamil-moi
8

د افغانستان اسلامي جمهوریت د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب یې او همدارنګه د دولتي بنسټونو په کاري چارو کې خنډ رامنځته کول ملي خیانت او جرم بلل کېږي.
امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف شوي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او همداراز معترضینو ته ابلاغ کوي، چې د دولتي بنسټونو د غصب او تخریب هڅه ونه کړي؛ که نه د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
معترضې ټاکنیزې ډلې دې د اعتراضیه حرکتونو پر مهال لاندې ټکي په جدي توګه په پام کې ونیسي:

• لاریون کوونکي دې د قانون په رڼا کې غونډې وکړي
• د وسلو ګرځونه چې د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، په جدي توګه ډډه وکړي
• عامه تأسیساتو ته دې پاملرنه او له تخریب څخه یې ډډه وکړي
• دولتي ودانیو ته دې د زیان رسولو اقدام نه کوي

له ټولو معترضو ټاکنیزو ډلو هم غوښتنه کېږي څو د اعتراضيه لاریونونو پر مهال د هېواد د نافذه قوانینو په اساس عمل وکړي او د خلکو عامه شتمنیو، عام المنفعه تأسیساتو، عزت او حیثیت ته زیان ونه رسوي.
لاریون کوونکي دې د لاریون تر پیل وړاندې د خپلو لاریونونو وخت او ځای له امنیتي ځواکونو سره مشخص او شریک کړي او عامه نظم دې رعایت کړي.
په پای کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه ځان د هېوادوالو د مال او ځان په ساتنه مکلف ګڼي او خپلو درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې هېڅ مُخلې ډلې ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د دوی د ارامۍ فضا له منځه یوسي.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

فرمان عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی در مورد جلوگیری از رواج‌های نادرست هنگام خویشاوندی، عروسی ها، مصیبت ها و همچنان بازگشت از حج و عمره

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

الحمدلله ربِّ العٰلمین والصَّلوٰة والسَّلام علٰی سیِّد المُرسلین و علٰی آله و أصحابه أجمعین.

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

اطلاعیه

ریاست انجنیری مبارزه با مواد انفجاری تحت اثر ریاست عمومی پلان و اپراسیون معینیت ارشد امور امنیتی وزارت امور داخله، رهنمودی را برای توزیع و تنظیم دس

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

اطلاعیه قوماندانی عمومی اکادمی پولیس وزارت امور داخله!

قوماندانی عمومی اکادمی پولیس در نظر دارد که برای سال تحصیلی ۱۴۰۵هـ ش فارغان ذکور صنوف دوازدهم لیسه های مختلف مرکز و ولایات کشور ویا دارنده گان اسنا

بازگشت به اطلاعیه ها