تخار کې یو فراري قاتل ونیول شو.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په کلفګان ولسوالۍ کې یو فراري قاتل نیولی دی.
یاد کس د یوه کلفګان مېشتي په وژنه او د یو بل په ژوبلولو تورن دی، چې د دې پېښې له ترسراوي وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
د دې تورن قضیه تر لا زیاتو څېړنو او ګروېږنو لاندې ده.