فراه کې د ترهګرو طالبانو د چریکي بریدونو مسوول ونیول شو.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۷ - ۱۸:۱۸

تېره ورځ د فراه ولایت د مرکز اړوند په چهارباغ کلي، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو یو لړ ګډ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د خاکسفېد ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو پخوانی ولسوال چې اوسمهال بیا د ترهګرو طالبانو د چریکي بریدونو مسوول دی؛ له څلور نورو همکارانو سره یې ونیول شو.
له یادو کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، څو قبضې نارنجک، څو ډزه بم غورځونکي، شاجورونه او یو ډېر شمېر نور جګړه ییز توکي د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.