هغه کس چې یو کال وړاندې یې د کابل ولایت د ۱۵ مې امنیتي حوزې اړوند د یوې کورنی ۱۰ تنه غړي په شهادت رسولي وو، د کابل پولیسو لخوا نیول شوی.
دغه شخص خان شیرین نومېږي چې یو کال وړاندې یې د یوې کورنی ۱۰ تنه غړي په یوه کور کې په یو ځلې په شهادت ورسول او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.
هغه د کابل پولیسو تر جدي تعقیب لاندې و چې تېره ورځ له نیکه مرغه د کابل ښار د ۱۷ حوزې اړوند ونیول شو او د قانون منګولو ته وسپارل شو.