د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړي ځواکونه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۰:۵۶
dfs

د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې ځانګړي ځواکونه په لوړ معيار روزل کيږي او د روزنې دا لړۍ د ټول هيواد په کچه په چټکۍ سره روانه ده.
د ځانګړو ځواکونو د روزنې په لړ کې دا ځل د لوګر ولايت له روزنيز مرکز څخه ٨٠٠ تنه سرتيري وروسته له شپږ مياشتنۍ مسلکي روزنې فارغ او خدمت ته چمتو شول دا سرتيري چې خورا پرمختللۍ نظامي تاکتيکونه او د سختو شرايطو د کنټرول ځانګړي مهارتونه يې زده کړي ډېر ژر به د ځانګړو ځواکونو په ليکو کې عملي خدمت پيل کړي  د يادولو وړ ده چې د ټول هيواد په کچه د ځانګړو ځواکونو په ملي او ولايتي قطعو کې د روزنې منظم بهير روان دى او په عين حال کې د ځانګړو ځواکونو ټول قطعات بشپړ فعال او د امنيت په تامين کې مٶثره ونډه لري.