سمنګان او تخار کې څلور تنه د غلا په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۷ - ۱۵:۴
1

د لویې لارې قطعې منسوبینو د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د ځینو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وسله‌والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان تېره شپه هغه مهال ونیول شول، چې غوښتل یې د ایبک ښار په رباطک سیمه کې د سمنګان – بغلان پر لویه لار د مسافرینو مالونه لوټ کړي.
بل‌خوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د تالقان ښار په اړوند سیمو کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه تنه د غلا د ګڼو قضیو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا زیاتو څېړنو په‌پار اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.