ننګرهار ولایت کې درې تنه تښتول شوي هېوادوال د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۳۲
بلطرزطرز

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت د پولیسو ځانګړو ځواکونو ٩٩٩ ملي قطعې په ننګرهار ولایت کې درې تنه تښتول شوي هېوادوال د تښتوونکو له منګولو وژغورل.
یاد کسان پرون یکشنبې ورځ تقریباً ٤:٣٠ بجې د نامعلومو کسانو له لوري د ننګرهار ولایت اړوند شیخ مصري ښارګوټي څخه اختطاف شوي وو.
 عملیاتو شپږ ساعته دوام وکړ، چې په پایله کې د مزل راډیو خبریال او دوه تنه نور هېوادوال وژغورل شول.
د پېښې په تړاو دوه ښځې او درې تنه نارینه نیول شوي، چې د څېړنو له بشپړیدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.