خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۶:۳۹
Background image

ننګرهار کې یو کس د وسلو او نشه يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د وسلو او د نشه يي توکو یو قاچاقبر نیولی دی.
له. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

کابل کې دوه تنه د غلا په تړاو ونیول شول.

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو تن د هټیو د مالونو د غلا په تړاو د یولسمې ناحیې له اړوند سرای شمالي له سیمې نیولی دی.
همداراز تېره ورځ پولیسو د لسمې ناحیې اړوند د. . .
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

پکتیا کې شپږ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شول.

تېره ورځ د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د میرزکي، څمکنیو، جانخېل، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې پولیسو شپږ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په لویو لارو. . .
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

کندهار کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو.

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر نیولی.
د ترهګرو طالبانو یاد ډلمشر ولي محمد نومېږي، چې د کندهار ولایت د دامان او. . .
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۰:۴۴
Background image

کابل کې د نشه يي توکو شپږ پلورونکي ونیول شول.

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې منسوبینو شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پنځمې، لسمې او یولسمې. . .
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۸:۵۸
Background image

پولیسو ۹۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړل.

له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې په ننګرهار، نیمروز او پروان ولایتونو کې ۹۵ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه یي توکي د هیرویینو او تریاکو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۸:۵۳
Background image

فراه کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په تپه شېران او ګجګین کلیو کې د ترهګرو طالبانو د لمنځه وړو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۶:۵۴
Background image

ننګرهار کې یو وسله وال غل ونیول شو.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار په اړوند برخو کې هغه کس نیولی، چې تېره شپه یې له یو کس څخه درې نیم لکه پاکستانۍ کلدارې تښتولې وې.
یا. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۱۵:۲۷
Background image

پغمان کې یو ترهګر ونیول شو.

د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو ترهګر له ژوبلې وروسته ونیوه.
دا ترهګر د پولیسو له خوا هغه مهال ونیول شو، چې د پغمان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یې د ملي اردو. . .

Pagination