خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۲۸
Background image

کابل کې د نشه يي توکو ۱۰ پلورونکي او د قاچاقبرانو دوه ډلمشران ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو دوه عمده ډلمشران له پنځو تنو پلورونکو سره د کابل ښار د لومړۍ، دویمې او اتمې ناحیو له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۳
Background image

غور کې څلور تنه د وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول.

د غور ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د وسله والو غلاو په تړاو د فېروزکوه ښار د لومړۍ ناحیې له اړوند سیمو نیولي دي.
یاد کسان هغه مهال ونیول شول، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۲
Background image

کندهار کې یو شمېر چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.

د کندهار پولیسو د دوهمې امنیتي حوزې د نوشیجان ویالې په سیمه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي او وسلې کشف، ضبط او شنډ شول.
د یادو عملیاتو پرمهال ۱۶. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۰:۰
Background image

هلمند کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

افغان ګډو ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په کڅه او مهاجر بازار سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي، درې یې ټپیان او څلور نور یې ژوندي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۹:۵۸
Background image

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د ازادولو په تړاو د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو ګډه اعلامیه!

نن سه شنبه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له تصرفه ازاد کړې.
د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له یو کال. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۹:۴۳
Background image

کابل کې درې وسله وال غله ونیول شول.

د کابل پولیسو درې تنه وسله وال غله د مجتبی، بشیر او همایون په نومونو د کابل ښار د درېیمې، څلورمې او پنځمې ناحیو له اړوند سیمو نیولي.
یادو وسله والو غلو یوه اونۍ دمخه د څلورمې ناحیې یو. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۸:۵۸
Background image

پکتیکا کې یو ډېر شمېر چاودېدونکي توکي او نظامي تجهیزات ونیول شول.

تېره شپه ناوخته د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یوسف خېلو ولسوالۍ په مست سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر چاودېدونکي توکي، مهمات او نظامي تجهیزات د پولیسو. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

کندهار کې پنځه تنه د غلا او وژنې په تړاو ونیول شول.

د کندهار ولایت پولیسو پنځه تنه د غلا او وژنې په تړاو نیولي.
په یادو کسانو کې دوه تنه هغه غله شامل دي، چې څه موده دمخه یې یو موټر د هلمند ولایت څخه د کندهار ولایت شاولیکوت ولسوالۍ ته. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۶:۴۴
Background image

کابل کې د وسله والو غلو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه.

نن د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې منسوبینو د ګولايي دواخانې په اړوند سیمو کې د وسله والو غلو یوه حرفوي پنځه کسیزه ډله له پېژندنې وروسته نیولې.
نیول شوي کسان شعیب، فرهاد، احمدشاه، تازه. . .

Pagination