د دولت یو تن وسلوال مخالف ووژل شول او ۵ تنه یی د ملي پولیسو له لوري ژوندې نیول شوي دي
دوه تنه د دولت وسلوال مخالفین د ملی پولیسو له لوری ووژل شول، دري تنه ټپیان او یوتن یی ژوندی ونیول شو
پاڼه نشته.
پاڼه نشته.
د تشکیل په برخه کی: د ملی پولیسو تشکیل د یوسلو دوویشت زرو ۱۲۲۰۰۰ څخه ۱۵۰۰۰۰ یو سلو پنځوس زرو تنو ته لوړ شوی او دم ګړی ۱۴۹۰۰۰ یو سلو نهه څلویښت زره تنه ملی پولیس، د پولیسو په لیکوکی د خدمت په حال کی دی او په پام کی دی چی تر ۱۳۹۱ لمریز کال پوری دا شمیره ۱۵۷۰۰۰۰ یو سلو ووپنځوس زرو تنو ته ورسیږی.
د ښځینه پولیسو د پیوستون لړۍ د ملی پولیسو لیکو ته ګړندی شوی او په پام کی ده چی د دوی شمیره تر ۲۰۱۴ کاله پوری ۵۰۰۰ تنو ته لوړه شی.
د امنیتی مسؤلتیونو د لیږد په برخه کی : د امنیتی مسؤلتونو د لیږد لمړی او دویم پړاو په پوره بریالیتوب سره د ټولو امنیتی ځواکونو په ګډو هلو ځلو سره ترسره شوه او دا مهال د هیواد په ډیری سیمو کی، ملی پولیس په مستقله توګه د هیواد والو د امنیت د ټینګولو مسؤلیت په غاړه لری چی دا کړنه ددی ښکارندوی کوی چی د خلکو ملاتړ د ملی پولیسو سره مل دی.