خبرونه
پولیسو نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي
د کابل، بغلان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وژنې، ژوبلې، شکونې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه. . .
بدخشان کې ۸۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت له منسوبینو سره په همکارۍ د ارګو ولسوالۍ په "ګنده چشمه" کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې. . .
د کابل ککړې هوا د مخنیوي په موخه غونډه جوړه شوه
نن د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت د کابل ککړې هوا د مخنیوي په موخه د استوګنیزو ښارګوټو، خښتو جوړونې داشونو، حمامونو، د واده سالونونو، تولیدي فابریکو،. . .
پولیسو له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی
د پکتیکا ولایت پولیسو د یوسف خېلو ولسوالۍ په "دشت الله اکبر" سیمه کې د ترهګرو طالبانو د یوه ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو ماین د یادې سیمې پر لویه لاره د. . .
نیمروز کې یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شو
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو یو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۸۵ کیلو ګرامه تریاک، ۸۸ کیلو ګرامه چرس او ۲۴ کیلو ګرامه کېمیاوي. . .
ارزګان کې ۱۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت د مرکز اړوند په نیچي کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړهدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي. . .
تخار کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر په ګډون درې ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ په نواباد کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي ډلمشر "قاري فیض" په. . .
کندز کې اووه ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي
تېره شپه ترهګرو طالبانو د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې يې اووه ترهګر طالبان وژل. . .
لوګر کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي نیولي دي.
له یادو کسانو څخه دوه. . .
