خبرونه
پولیسو اووه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي
د فراه، هرات او فاریاب ولایتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د درېیو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
له دې منځه څلور تنه د فراه ولایت د. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو یو ماین جوړوونکی ووژل شو
تېره ورځ د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو یو ماین جوړوونکی وژل شوی دی.
یاد کس غوښتل په خپل لاس جوړ شوی ماین یې د یوه موټر په وسیله بلې سیمې ته ولېږدوي،. . .
لوګر کې ۱۲ ترهګر طالبان وژل شوي او څلور نور نیول شوي
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په زرغون شهر، ماله خېل، فرمولي، پترس او کاریزک کلیو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي،. . .
کابل کې اووه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د ۱۳ ناحیې او ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د څلور بېلو عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: د عامه امن او نظم اخلال، اخلاقي. . .
بغلان کې ۱۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ، دندغوري او دند شهاب الدین سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو. . .
هلمند کې ۱۷ ترهګر طالبان ووژل شول
ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په سیداباد سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
د دې نښتې په پایله کې د ترهګرو. . .
خوست کې یو ماین خښوونکي ونیول شو
نن سهار د خوست ولایت پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو د باک ولسوالۍ په انار کلي کې یو تن د دوه کړۍ ماینونو د ځای پر ځای کولو پر مهال نیولی دی.
یاد کس غوښتل ماینونه د دې سیمې د ملکي مرګ. . .
د هرات او کندهار په هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هرات او کندهار ولایتونو په هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یو کس څه باندې یو کیلو ګرام هیرویین د موسیقي په آله کې. . .
پکتیا کې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ په "ازاد خوړ" سیمه کې ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف. . .
