د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني د غزني ولایت د نورالمدارس مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.

moi-af
Fri, Nov 06 2026 9:02 AM
adsasdf

په دې مراسمو کې د مدرسې له بېلابېلو څانګو څخه څه باندې ۴۰۰ تنه فارغانو د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

د کورنیو چارو وزیر دې غونډې ته په وينا کې د علمي، جهادي هڅو او د هېواد ژغورنې او بیارغونې په برخه کې د علماوو، مشایخو او روحاني شخصیتونو خدمتونه د ستاینې وړ وبلل.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې د ښو اخلاقو پر ارزښت ټینګار وکړ او د بدو اخلاقو پرېښودل يې د فردي اصلاح او ښه شخصیت جوړونې لپاره اړین وبلل.

نوموړي د علماوو او نېکو شخصیتونو له صحبت څخه ګټه اخیستل او له هغوی سره د اړیکو ساتل د معنوي او اخلاقي اصلاح مهم عوامل ياد کړل، د علماوو او اسلافو د لارې پر تعقیب او د هغوی د ښو اخلاقو او غوره ځانګړنو پر خپلولو يې ټینګار وکړ.