په کابل کې ۴ تنه غیر مسئوله وسلوال او زورواکي ونیول شول

farhadi-moi
Sun, Feb 10 2019 9:28 AM
moi


د کابل پولیسو۴ تنه غیرمسئوله وسلوال او زورواکي هر یو:
۱- محمد خالد د پلار نوم سید شریف
۲- حبیب الله د پلار نوم کاکاخان
۳- صابر د پلار نوم محمد رازق
۴- جواد د پلار نوم عبدالمجید
له ۴ میله وسلې سره او له دوه پایې مخابرې سره نیولي.
دغه کسان نن په داسې حال کې ونیول شول چې غوښتل یې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې تر سره شوي لاریون ته ننوځي او تاوتریخوالی را منځته کړي.
له دې وروسته به ټول غیر مسئوله وسوال او زورواکي نیول کېږي.
پولیس د نیولو او ډزو حق لري.
له خپلو پولیسو سره اوسی.