د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

moi-af

خبرداری!
د افغانستان د با عزته خلکو د امنیت د ټینګولو په موخه، په جدیت او وضاحت سره خبر ورکول کېږي چې د هېواد په هېڅ ولایت کې له دې وروسته نا مسووله وسله وال، قانون ماتوونکي او زورواکي کسان نشي ګرځېدلی.
د افغانستان ملي پولیس؛ د هېوادوالو د ښه امنیت د ټینګولو په موخه، هېڅ زورواکي ته اجازه نه ورکوي تر څو په ټولنه کې عامه امن او نظم ګډوډ کړي.
له دې امله د ملي پولیسو ټولو ځواکونو ته لارښوونه کېږي، تر څو د نا مسووله وسله والو، قانون ماتوونکو، زورواکو او جنایت کوونکو پر وړاندې جدي عمل وکړي او هغوی د قانون منګلو ته وسپاري.
کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ټولو هېوادوالو غواړي، چې د جنایت کوونکو، زورواکو او قانون ماتوونکو په پېژندنه کې له پولیسو سره مرسته وکړي.
پولیس د نیونې او ډزو واک لري.
له خپلو پولیسو سره اوسئ!

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements