بدخشان کې؛ پولیسو لسګونه جریبه د کوکنارو کښتونه اړولي

moi-af
Wed, May 22 2024 10:40 AM
afvdvd

د بدخشان امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت NIU قطعې په همغږۍ او د عمر ثالث ۲۱۹ فرقې په ملتیا تېره ورځ ۲۵۶ جریبه د کوکنارو کروندې په جرم ولسوالۍ، ۱۸۲ جریبه په ارګو ولسوالۍ، ۱۲۶ جریبه په داریم ولسوالۍ، ۳۷ جریبه په کشم ولسوالۍ، ۴۷ جریبه په یفتل پایان ولسوالۍ، ۱۷ جریبه په تشکان ولسوالۍ، ۴ جریبه په خاش ولسوالۍ او ۱۶۹ جریبه د کوکنارو کښتونه په مرکز فیض اباد ښار کې له منځه وړي دي.