۳ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو کارخونه کشف او ۶ تنه نیول شوي

moi-af
Sun, Mar 24 2024 10:39 AM
sfsffff

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هلمند په بهرامچي ولسوالۍ کې د نشه یي توکو یوه کارخونه له ۶۵ کیلو شیشې، څلور کیلو کاریدونکې سوډا او په نشه یي توکو کې له نورو کاریدونکي توکو سره سوځولې او یو تن یې په تړاو نیولی دی.
ورته مهال، پولیسو پکتیا کې ۴ تنه له ۵۰ کیلو چرسو، یو کیلو شیشې او ګڼ شمېر نشه یي ګولیو او موټر سره نیولي دي.
همداراز غزني کې پولیسو یو تن د ۵۴۹ کیلو اومانو د لېږد په تړاو نیولی دی.