بلخ کې ۳۰۰ میله ډول ډول وسلې موندل شوي او په تړاو ۳۵ تنه نیول شوي دي.

moi-af
Mon, Mar 18 2024 10:42 AM
sfsfsfsfff

د بلخ امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د تېر یوه کال راهیسې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۳۰۰ میله سپکې او درنې وسلې موندلي او ضبط کړي دي. 
په یاد شمېر وسلو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، پیکا، راکټ او نورې وسلې شاملې دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ د یادو وسلو په تړاو ۳۵ تنه نیولي چې دوسیې به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.