د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني نن د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په ابداکي سیمه کې د یوې دیني مدرسې په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ.

moi-af
Sat, Sep 02 2023 3:17 PM
سیبسیب

په دې غونډه کې د خوست ولايت د علماوو شورا مرستيال شيخ عبدالرحمن د يادې مدرسې د مخینې په اړه وويل چې دغه مدرسه د جامعه مظهر العلوم نيازي مدرسې يوه څانګه ده چې د دیني علم د ودې په برخه کې يې د پام وړ خدمتونه کړي, خو د اشغال پر مهال د امریکایانو له خوا بمبار شوې وه,
اوس د الله فضل دی چې بېرته یې د خپلو مشرانو په لاس د بیا جوړېدو ویاړ لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه چې په دغو مراسمو کې یې برخه درلوده, د زده کړو او تدریس د اهمیت په اړه وویل: موږ د نړۍ ډېری سیمې او هېوادونه لیدلي، زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې درس او تدریس غوره خدمت دی, اوس د تدريس او زده کړو لپاره ښه چاپېريال رامنځته شوى, نو د پوهنې په برخه کې ښکېل کسان بايد ترې ښه ګټه پورته کړي.

د کورنیو چارو وزیر خليفه صاحب يادې غونډې ته د اړوندې موضوع په اړه د خبرو ترڅنګ, د امارت د مشرانو ستر زغم ته په اشارې سره وويل:" د اسلامي امارت موسس امیرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد او ځایناستی یې شهيد اميرالمؤمنين ملااخترمحمد منصور د لوی زغم او حوصلې څښتنان وو، لویې ستونزې به يې په سړه سينه هوارولې،له نیکه مرغه اوسنی امیرالمؤمنین له ټولو ښو اوصافو برخمن دی او د امارت صف د نېکو او صالحو امیرانو په وسیله د کامیابۍ مقصد ته رسېدلی دی."

ده زیاته کړه: الحمدلله د سولې داسې فضا رامنځ ته شوې ده چې د هېواد په ډېرو برخو کې جوماتونه او مدرسې زياتې شوې دي، ځوانانو او قومي مشرانو ته زموږ پیغام دا دی چې د وطن په ابادولو کې د خپلو خلکو ملاتړ وکړي, حکومت به هم هره ممکنه مرسته ورسره وکړي.

خلیفه صاحب د خپلو خبرو په دوام وویل: دښمنان د هېواد آزاده او سوله ییزه فضا نه شي زغملی، نو باید د متحد ملت په توګه قوي واوسئ, ترڅو د دښمنانو شوم پلانونه شنډ شي.

نوموړي د خبرو په پای کې له یادې مدرسې سره د دوه نیم میلیونه افغانیو مرستې ژمنه هم وکړه.