د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوي پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب له نړیوالې کميټې له رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي سره وکتل.

په سر کې، ښاغلي ایلوا فیلیون ښاغلي همکار ته د خپلو فعالیتونو، مرستو او همکاریو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته، نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د یادې کمیټې له فعالیتونو او همکاریو مننه وکړه او په ورته وخت کې یې د روږدو د مرکزونو، روزنې او ساتنې په برخه کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورته مهال، د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او مل پلاوي په یاده برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه وکړه.