پولیس؛ پینځو ولایتونو کې لسګونه جریبه کوکنار ویجاړ او اته تنه نیول شوي

moi-af
Sat, Jun 03 2023 9:14 AM
nhuui

نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې لسګونه جریبه کوکنار د کاپيسا ولایت په نجراب او کوه بند ولسوالیو، ۲۰ جریبه په غور او ۶ جریبه د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې اړولي دي.
همدارنګه، یادو پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۶ کسه په هرات کې او دوه تنه له ۸۰۰ ليټرو کمیاوي موادو سره په کابل کې نیولي دي.