۸ ولایتونو کې؛ د شرابو او نشه یي توکو درې کارخونې ترلاسه او ۲۴ تنه نیول شوي

moi-af
Wed, May 31 2023 9:01 AM
fgthy

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په پلازمېنه کابل کې د نشه یي توکو او شراب جوړولو دوه کارخونې له ۱۹ کیلو شيشې، ۴۰ بوتله شرابو او له ډېر شمېر نشه یي ګولیو سره موندلي او ۱۲ تنه یې په تړاو نیولي دي.
همدارنګه یادو يولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۵ تنه په هرات، درې کسه په تخار، دوه تنه په خوست او دوه تنه په کندهار او نیمروز کې نیولي دي. دغه راز، پولیسو په دایکندي ولایت کې د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې یې ډېره کچه نشه یي توکي ترلاسه او سوځولي دي.