د کندز د پولیسو له خوا اته تنه د وژنې، د مخدره توکو د قاچاق او غلا په تور نیول شوي دي
د کندز ولایت له مخدره توکو سره د مبارزې د پولیسو له خوا، د دې ولایت د دویمې امنیتي حوزې او د شېر خان سوداګریز بندر اړوند سیمو کې اته تنه د؛ وژنې، د مخدره توکو د قاچاق، د غیر قانوني وسلو د لېږد، غلا او د خلکو د ځورونې په تور نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یوه تفنګچه او د جرمي کړنو وسایل د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.