د پولیسو اکاډمۍ لوېې قوماندانۍ خبرتیا

moi-af
dsd

د پولیسو اکاډمۍ لویه قومانداني په پام کې لري، چې د پولیسو یو شمیر افسران او ساتنمنان د (شپني) لیسانس دورې لپاره په لاندې شرطونو
ومني:
۱. د بکلوریا سند( شهادتنامه) لرل او يا ددیني علومو تعلیمي سند، چې د پوهنې وزارت لخوا منل شوی وي.
۲. د کورنیو چارو وزارت اوسنی/برحال افسر او ساتنمن وي.
۳.د جسمي او رواني روغتیا لرونکی او په نشه يي توکو روږدی نه وي.
۴. ځانګړې کانکور ازموینې کې د ګډون لپاره رسماً د اړوند قطعې له لوري پېژندل شوی وي.
۵. د ګډون پر مهال یې عمر له (۳۵) کلونو ډېر نه وي. 
۶. د ګډون پر مهال د عدلي او قضایي ارګانونو تر څار لاندې نه وي.
۷. اړونده کانکور ازموينه کې بريالی شي.
۸. د لایحې سره سم هر نوماند اړ دی، چې په ازموینه کې د ګډون لپاره (۴۰۰) افغانۍ ورکړي.

مینوال يې کولای شي، چې له (۱۳/۷/۱۴۴۴) نېټې چې له (۱۵/۱۱/۱۴۰۱ )سره سمون خوري، تر (۱۰) ورځو، د سهار له (۹) بجو د غرمې تر (۱۲) دنومليکنې لپاره د اړتیا وړ اصلي سندونه راوړي(د تابعیت پېژندپاڼه، د دولسم ټولګي شهادتنامه، د نوم لیکنې لپاره (۶) قطعې عکسونه) 

ګډونوال دې د لړيو بشپړولو او کانکور ازموینې کې د ګډون کارت اخیستلو په موخه، د پولیسو اکاډمۍ قوماندانې ته، چې د سیلو افشارو- کابل پولتخنیک پوهنتون تر څنګ موقعیت لري، راشي

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements