۲۳ تنه د غلاوو، وژنو، انسانتښتونو، اسنادو جعلي کولو، د وسلو لېږد او خرڅلاو په تړاو په کندز، پکتيا، بلخ، کندهار، پروان، خوست او هرات کې نيول شوي دي.

moi-af
Wed, Jan 11 2023 1:48 PM
یسیب

پوليسو، اته تنه وسله وال غله، چې له يو صراف يې ۷ ميلونه افغانۍ او ۵۰ زره امريکايي ډالر غلا کړي و، له دوه ميله کلاشينکوفونو سره د کندز ښار اړوند عمومي شهرا سېمه کې لاس په لاس نيولي دي.
په ورته وخت کې، ۳ تنه د۱۵۰ زرو افغانيو د او  سرو زرو د غلا په تړاو د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ او دوه تنه نور د همدې ولايت په ځدراڼو ولسوالۍ کې د جعلي لوټونو د لېږد په تړاو، چې له خوست يې پکتيا ته وړل نيول شوي دي.
له بل لوري، د پوليسو منسوبينو بلخ کې ۲ تنه د وسلو د خرڅلاو او لېږد په تړاو، د يو ميل پيکا او کلاشينکوف سره، ۲ تنه د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د يوې انجلۍ د وژنې او يو غل د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې نيول شوی دی.