د پاسپورت ریاست خبرتیا!
![dg](https://moi.gov.af/sites/default/files/2022-03/2ff5c3ee-ce51-4524-a548-208da7dcd513.jpg)
ګرانو هېوادوالو، د پاسپورت غوښتونکو څه باندې ۲۰۰ زره اسناد چې له تېرو میاشتو راهیسې په دې اداره کې جمع شوي وو، د دغو اسنادو د اجرا او همدارنګه د انلاین برخې د ظرفیت د لوړولو او په دې برخه کې د روڼتیا په موخه د آنلاین نوم لیکنې بهیر درول شوی وو.
د پاسپورټ مرکزي اداره د خپل تخنیکي او بشري ظرفیت له لوړولو وروسته نن شنبه د وري میاشتې ۲۰ مه نیټه د غرمې په ۱۲ بجو دغه سایټ د غوښتونکو پر مخ پرانیستل شو زموږ هیوادوال کولای شي د پاسپورت لپاره آنلاین غوښتنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې انلاين ثبت نام محدود نه دی مګر د روژې په مبارکه مياشت کې هره ورځ دوه زره پاسپورټونه او له روژې وروسته هره ورځ درې زره پاسپورټونه به د غوښتونکو لپاره د انلاين نوم ليکنې له لارې توزیع شي.
د پاسپورټ مرکزي دفتر هم د انلاین نوم لیکنې فیس ۲۰۰ افغانۍ ټاکلی او له هېوادوالو نه غوښتنه کوی چې د عکاس خانو او نورو هټیو لپاره چې په دې برخه کې کار کوي، د انلاین نوم لیکنې لپاره دې له دې زیاتې پیسې ور نه کړي.