د کورنيو چارو وزارت په تالار کې د کابل ولايت وکيل ګذارنو، شورا مشرانو او مخورو سره ناسته تر سره شوه.

moi-af
Tue, Nov 09 2021 10:39 AM

په ياده ناسته کې د کورنيو چارو وزارت مسٶلينو له لورې د هر ډول سهولتونو او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.
همداراز د ياد وزارت مسٶلينو او وکيل ګذارنو سره په ياده همغږۍ ناسته کې د امنيت په ټېنګښت لازم بحث وشو تر څو د ولس او دولت ترمنځ هر ډول ناوړه کړنو مخه ونيول شي.
د غونډې په پاى کې د کابل ولايت راغلو وکيل ګذارنو، شورا مشرانو او مخورو ته يوه، يوه ډالۍ هم د ياد وزارت مسٶلينو له لورې ورکړل شوه.