پروان ولایت کې د ملي پولیسو له خوا درې تنه د وژنې په تور ونیول شول.
نیول شوي کسان تر دې مخکې د پولیسو تر څار لاندې وو او د پروان ولایت د ملي پولیسو د نه ستړې کېدونکو هڅې په پایله کې ونیول شول.
یاد کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه د پروان ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو مدیریت ته ورپېژندل شوي دي.