غزني کې له چاودېدونکو توکو ډکې چانټې کشف او خنثی شوې.

hakimi-moi
Mon, Dec 31 2018 4:04 PM
0021

غزني ولایت کې د ملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، له چاودېدونکو توکو ډکې دوه ځان وژونکې چانټې کشف او خنثی شوې.

یادې نیول شوې ځان وژونکې چانټې د ملي پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو د یونیفورم په رنګ جوړې شوې وې، چې د پولیسو د انجنیري ډلې له خوا د غزني ولایت د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې خنثی کړل شوې.

د دې قضیې په تور یو تن نیول شوی او یاد کس غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډکې چانټې کابل ته د تخریبي چارو د ترسره کولو په موخه ولېږدوي؛ چې موخې ته له رسېدو مخکې د بیدارو ملي پولیسو او د ملي امنیت د ځواکونو له لوري کشف او خنثی کړل شوې.