هرات او پنجشېر کې دوه تنه د چرسو د قاچاق او د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د جوړونې په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په پنجشېر ولایت کې د یو لړ کشفي اقدام په ترڅ کې یو کس د چرسو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۵۵ کیلوګرامه چرس په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي.
همدارنګه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې هم یو کس د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو د جوړونې په تړاو نیول شوی دی.
له دې کس څخه د نشه کوونکو تابلېتونو د جوړونې د پروسېس یوه دستګاه له ۵۰۰ ګرامه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره یو ځای ترلاسه شوې ده.