کابل کې څه باندې ۱۰ زره لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط شول

jamil-moi
Wed, May 26 2021 2:49 PM
۶

د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په نهمه ناحیه کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څه باندې ۱۰ زره لیتره الکولي څښاک کشف او ترلاسه کړي دي.
یاد عملیات تېره ورځ ترسره شول او د عاملینو د نیولو په موخه یې پلټنې لا روانې دي.