د کورنیو چارو وزارت سرپرست د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته ورسېد

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات، غور او بادغیس ولایتونو د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته نن فراه ولایت ته ورسېد.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد ولایت له والي او همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مشرتابه سره د یوې غونډې په ترڅ کې د دې ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري هم په دې کتنه کې د جرمومو، ترورېزم او جنایتکارو ډلو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ او د دوښمن د ځپلو په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له جدي اقدام څخه ډاډ ورکړ.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترورېزم او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه به له دوی څخه بشپړ ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې؛ ښاغلي حیات د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ له منسوبینو سره هم له نږدې وکتل او د دوی پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په پار یې ذیربطو مسوولینو ته لازم هدایت ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یادې قوماندانۍ له فعالیتونو او لاسته راوړنو هم مننه او درناوی وکړ.